اوګورئ ملګرو تورې شپې له سپين سحر شته دے
ما دې اوريدلي چې د سر د پاسه سر شته دے
ويره کوه طمعه ساته دا د الله حکم دے
لوږې تندې تېرې کړه روژې پسې اختر شته دے
قبر ته خيال اوکړه بنيادم په کښې دننه دے
څه عجيبه کور دے نه کهړکۍ شته نۀ يې ورشته دے
رب دي پېدا کړي قسماقسم انسانان دلته
هم په کښې بدتر شته دے هم په کښې بهتر شته دے
تۀ پرې مخ د مور قرآن او ښکلې نظارې ګورې
شکر پرې اوباسه چې دې سترګو کښې نظر شته دے
حال او مستقبل کښې به هغه کسان کامياب ګرځي
چا سره چې لاسو کښې قلم شته دے هنر شته دے
دا چې دا عالم يې ښۀ په شوق په منبر اوري
څۀ نه څۀ صابره ستا شعرونو کښې اثر شته دے
Post a Comment