سوات جنت دے
راشه سېلانيه شه
خبر لۀ حقيقته
سوات که جنت نۀ دے خو کم نۀ دے لۀ جنته
سوات ته به اشنا په
لنډاکي باندې داخل شې
بيا به سم د ټکه په ښکلا د سوات قائل شې
د سوات د سيند اوبه ډېرې خوږې وي لۀ شربته
تۀ که د ايلم بانډو
ته وختلې پورته
بيا به دې واپس زړګے راتله نۀ غواړي کور ته
وخت به دې تېرېږې په سکون او په راحته
هسې خو لائق يې هر
کلوټے د تعريف دے
ښار يې مېنګوره پايه تخت سيدو شريف دے
دلته د ميرجو کباب به اوخورې پُر لذته
بيا به شې روان ملم
جبې او مرغزار ته
سر به دې شي ټيټ د دې ځايونو تخليق کار ته
زر پېرې به وائې الله ځار دې لۀ قدرته
پورته سېلانيه مدين
بحرين کالام دے
ستا نه خبر نۀ يم زما زړۀ خو يې غلام دے
دلته خزانې د رب بسياره بېش قيمته
خلق يې اسلام او په
مېلمه باندې مئين دي
دلته اوسيدونکي د يوسف لوڼه ځامن دي
نور څۀ ورته هېڅ نۀ دي سېوا د خپل عزته
غرونه يې برجت دي د
قدرت د خزانونه
نخښې د تاريخ په کښې پرتې د زمانونه
ډکه د سوات زمکه په هر خوا لۀ هر صفته
ستړے په سېلونو چې په سوات کښې لروبر شې
وائي صابر کله چې د سوات نه رابهر شې
ته لکه ادم به رابهر شې لۀ جنته
Post a Comment