مشقِ سخن
دا د څۀ خواره قسمته سره مخ يم
ګام په ګام د مصیبته سره مخ یم
نن سبا مې د لمحو نوم اذیت دے
نن سبا د اذیته سره مخ یم
جنګ بائيلمه کۀ ګټمه نۀ پوهېږم
دا د کومه کيفيټه سره مخ يم
ځان ځاني ده هر سړے په ذات کښې ورک دے
ښکاري دا چې د قيامته سره مخ يم
خود به ځان راته مندرے شانې ښکارېږی
چې د سروې د قامته سره مخ يم
کرامات زما د پاکې مینې بویه
خودسوزۍ کښې د لذته سره مخ یم
لکه زمکه مې د پښو د لاندې تښتي
د ګل رویه د رخصته سره مخ يم
چې تر څو به مې د پت زور اوبۀ کېږي
چې تر څو به د بې پته سره مخ يم
په ځيګر مې د هر داغ د پاسه داغ دے
د احساس د نزاکته سره مخ یم
ایک تبصرہ شائع کریں