اقبال شاکر /ماحول خراب دے خو کتاب ستاسو په لاسو کښې دے

شاعرې

Sunday, October 29, 2023

اقبال شاکر /ماحول خراب دے خو کتاب ستاسو په لاسو کښې دے

 


غزل


ماحول خراب دے خو کتاب ستاسو په لاسو کښې دے

که د غم شـــپه ده خو رباب ستاسو په لاسو کښې دے


د خوشحال خـان بابا دیوان ستاسو په لاسو کښې دے

د پښتني تهـــذیب نصـــــاب ستاسو په لاسو کښې دے


ستاسو د برخــې ټول عذاب ستاسو په لاسو کښې دے

زمونږ د برخــې ټول ثـــواب ستاسو په لاسو کښې دے


زمــــونږه رزق خو زمــــــونږه پــه قسمت کښې نۀ دے

زمــونږه رزق خـــــو جـــناب ستاسو په لاسو کښې دے


د پرونۍ ورځې حســـــاب د تاریــــخ پاڼــــو کښې دے

د سبانۍ ورځـــې حساب ستاسو په لاســــو کښې دے


شاکــــره وخـــت لـــکه جلاد نېــــــزه په لاس ولاړ دے

شاکــــره وخت لکه حــــباب ستاسو په لاسو کښې دے

Post a Comment

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

Name

Email *

Message *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف