غزل
ارمان مو وژني خو ارمان مو په نظر نه راځي
څنګه يې بچ کړو چې خپل ځان مو په نظر نه راځي
د تصور کرښي مو راکښلې په سر د سراب
داسې تصوير کښې خو جانان مو په نظر نه راځي
دا ستا د مينې په نمر ګرم يو رڼا ترې اخلو
د ستورو ډک دې خو اسمان مو په نظر نه راځي
د مصلحت په لاسو خرڅ شو مونږ سرونه بچ کړو
هر څه مو بائيلل خو تاوان مو په نظر نه راځي
د بل په وينو ډيوې بلې شوې ړندې شه سترګې
چې د خونخوارو څراغان مو په نظر نه راځي
مونږه د هر وخت په جدا جدا دامونو کښې ګېر
سترګې مو وا دي خو زندان مو په نظر نه راځي
شرمخان وينو چې د زړونو آئينو کښې ګورو
مخونه ډېر دي خو انسان مو په نظر نه راځي
دوړې هم نه وينو اواز د جرسونو اورو
ورپسې ګرځو خو کاروان مو په نظر نه راځي
چي غزلزار ګرانه! حسين يې په نغمو باندې کړو
هغه د زړونو ترجمان مو په نظر نه راځي
ایک تبصرہ شائع کریں