غزل
...................................................................
لړې خورې شوې لاړه لاړه ورځ دې تېره شوله
د ماښامي خېرونه غواړه ورځ دې تېره شوله
تېره ځواني مخې ته راغله خندنۍ غوندې شوه
راته وئيل ئې ژاړه ژاړه ورځ دې تېره شوله
بخت کښې دې بيا نه وو ديدن مازيګری ووتو
راځه ارمانه کډه نغاړه ورځ دې تېره شوله
څه حسرتونه د ښادۍ څه د روزګار غمونه
که دې ګډ وډ کړه سره دواړه ورځ دې تېره شوله
ذوق به دې لا ونيسي تنده د سخن طيبه
که د جيندي په غاړه غاړه ورځ دې تېره شوله
ایک تبصرہ شائع کریں