دېوالونه او رنګونه
(لیک؛ سید شاه سعود، پېښور ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۳)
مونږه لۀ خاؤرو ساز شوي کچه دېوالونه پۀ ډېرو لږو پیسو او کمه خرچه رنګوو.
چې لۀ بازاره د سلو روپو چونه راؤړو رانه پۀ کښې پاتې هم شي.
اوس که څوک اوغواړي چې لۀ فرانسه یا لۀ المانه یو لوے منلے شوے آرټسټ راولي او پۀ دېوال ورته نقاشي اوکړي نو پۀ دې خو لکهونه او کروړونه روپۍ مصرف راځي.
اوس نو باید اول ورته دا کچه دېوال وران کړي او ددې پر ځاے داسې پوخ دېوال لۀ داسې مضبوطو میټیریلو ساز کړي چې ډېر دوام اولري او ددې هنرمند هنر پۀ خپله سینه تر ډېره وخته اوساتي.
زمونږ ادب سره هم دغه شان ته یوه قیصه روانه ده.
د جورنالزم پۀ کچه دېوالونو ستر ادبي هنري شهکارونه نۀ سازېږي.
د سوشل میډیا پۀ دېوال لایکونه لیکوال بی لارې کوي. ادب جمهوري عمل نۀ دے ادب تلپاتې جمالیاتي تصویرونه لري. یو یو ناول لس لس کاله اخلي بیا ناول شي.
یو یو شعر لۀ ځانه چاپېره د علم بیان او بدیع نه واخله تر ما بعد جديد نظریاتو پورې ډېر څۀ راټول کړي هله شعر شي.
وهمي زوړ شو ژوند ئې شعرونو ته وقف کړو او دا دے اوس ئې کالونه پس د ملګرو پۀ فرمائشونو او بیا بیا هڅولو خپل کتاب چاپ کړو چې ورته اووایم " یا هلکه وهمي جانه ! وادۀ ولې نه کوې؟ " نو لنډ ځواب راکړي ... نه نه سعوده یاره! داسې خبرې به راته نۀ کوې. وادۀ اسان کار نۀ دے. لویه زمواري ده. وادۀ نۀ کؤم ..... وهمي ئې راته اونۀ وائي خو زۀ ئې واورم چې ( سعود جانه! ما خپل ژوند شاعرۍ ته وقف کړے دے. چې وادۀ اوکړم شاعري به رانه پاتې شي ) ما شعر سره دومره لېونۍ مینه د چا نۀ ده لیدلې او بیا چې کتاب ئې چاپولو نو یو ناڅاپه خپل شعر سره ظالم شو پۀ سوونو شعرونه ئې منسوخ کړل او هنر سره تړلے هر درد ئې اوزغملو.
ما ئې چې کتاب لوستلو نو یوې عجیبې خبرې ته مې پام شو.
هغه دا چې
ځینې لغات ځان له هم تر شعره کم نۀ وي.
لۀ جذباتو او احساساتو ډک وي ... لکه مور .... یا ....ماشوم .... او یا .... وطن .... چې د مور ټکے واورم یو عجیبه احساس راباندې خور شي.
سترګې مې نمجنې شي نو د مور دا یو ټکے ځان ته دومره جمالیات لري که دا ټکے شعر کښې استعمال نۀ کړې ځان له هم تر شعره کم نۀ دے.
دغه شان ته چې د وطن ټکے واورم زړۀ مې یو درز نعرې کړي ... نو لۀ داسې لغاتو شعر سازؤل اسان کار نۀ دے.
وهمي بیا لۀ داسې لغاتو شعرونه ساز کړي چې هیڅ جمالیات نۀ لري لکه .... قعله بالا حصار .... تېزاب .... کُنډه تار ..... چهترۍ .... ډډوزه ..... اُسپنه او نور ګڼ شمېر.
د هنرمند خو کمال هم دا وي چې لۀ غېر جمالیاتي شیانو جمالیات ساز کړي لکه سنګتراش چې لۀ خنډوخارې ډبرې یو ښکلے ګلدان سازوي.
کامل ذات یو د الله دے.
شاعر که ډېر هم تکړه وي بیا هم سل عېبه لري.
وهمی ئې هم لري کله پرې د اورکزو لهجه غالبه شي کله قافیه کښې " سوداګر " او " اذر " سره " نظر " او " پرهر " اوتړي او کله ښځینه " کرښه " نارینه ( مذکره ) کړي. کیدے شي دا هر څۀ ئې قصداً کړي وي ځکه چې د ډیکنسټرکشن ( رد تشکیل ) یوه لاره د ځینو نوښتګرو ملګرو پۀ خیال پۀ بغاوت هم تمامېږي. مګر مونږ ادبي تنقید ته د ما بعد جدیدیت تر سیوري لاندې د ساینټیفک کیدلو دومره اجازت نۀ شو ورکولے چی یو نقاد دې د لسو کسانو ليبارټرۍ کښې معاینه یا ټسټ اوکړي چي د ډوپامین ( مغز یا دماغ نه خارج شوے یو کیمیائي مرکپ چې خوښي او خوشحالي پېدا کوي ) د اخراچ لیول ئې څومره دے بیا دې پۀ دوي زما د شاعرۍ کتاب اولولي او د ډوپامینو لیول دې معلوم کړي.
بیا دې پۀ دوي د وهمي کتاب اولولي او ډوپامین دې ټسټ کړي او بیا دې پۀ دې اساس فېصله اوکړي چې د چا د کتاب پۀ لوستلو ډېر ډوپامین خارج شوي هغه ښۀ شاعر دے.
خپلې خبرې د وهمي پۀ دې شعر ختمؤم چې ...
وې مې نغښتے ښۀ یم تا سره څادر کښې پټ
وې ئې ځان درنه رانغاړم وې مې نئ نئ نئ
Post a Comment