بيا سينه کې ستا يادونه په چپو دي
بيا د سترګو سېلابونه په ختو دي
هر انداز یې دلفريب دی خو زړګيه
دا معصوم معصوم کتل ئې د کتو دي
بوراګانو د سپرلو لمنې نيسئ
د ګلونو قافلې ګنې په تلو دي
د رڼا لارې به کومې پورې څارو
د داغونو سلسلې تللې تر څو دي
هر يو زخم مو سينه کې فريادي دی
ومونه وې خو کیسې د اورېدو دي
د ديدن غرونه سیوري نه شو شيرينې
خپل سرونه مو وهلي په تېشو دي
د وفا ځمکې خړوب نه شوې اعظمه
ډېرې وينې مو ورکړې د زړګو دي
____________
ارواښاد ډاکټر اعظم
ایک تبصرہ شائع کریں