کلام۔۔۔ پروفسر ډاکټر اباسین صیب
ستا په اوږدو اوږدو وعدو چي اميدونه تړم
ده ګل په پاڼو به ده شونډو پرهرونه تړم
ده لوپټي پسکي ئي اونيوه په غاښ وٸيل ئي
ګلشن ته ځو خو په کمسو به دي لاسونه تړم
زما کتاب کښي ده نفرت هډو نامه نشته دي
زه خو همېش په محبت ده خلقو زړونه تړم
چي وعده وکړي لېونئي نو بېا ئي مه ماتوه
زه ستا په سر ده خپل رقيب سره شرطونه تړم
ستا محبت مي په سينه کښي غورځنګونه وهي
دي اباسين ته به تر څو پوري بندونه تړم
ایک تبصرہ شائع کریں