تېر يادونه راته مخکښې مخکښې کيږي.
دا زړګے مې نيم تښنيږي نيم خوږيږي.
نن په ما له ډېرې ويرې غونے زيګ شي.
خپلې تېرے بدمستئ چې رايادېږي.
کم عقلي هم يو ښه څيز راته معلوم شو.
بعضي غټې کارنامې ترې صادريږي.
د ځوانۍ مينه مې داسې وه وورژنه.
چې مې نن هم په زړه هغه اور بليژې.
د تېر وخت د هر کردار د نتېجې نه.
روغانيه! ډېره پوهه حاصليږې.
ایک تبصرہ شائع کریں