در و درمان د خېبر په خاوره پيدا شوې د نوخيزې نو اموزه شاعرې عايشه مهرافريدۍ کتاب دے چې په دوه زره څلېرشتم (2024) کښې د ۵۰۰ کتابونو په تعداد کښې چاپ شوې او خپور شوې دے۔
د دې کتاب د کمپوزنګ اوپروف ريډېنګ چارې رمشاخان سواتۍ ترسره کړې دي ۔ د کتاب مخ پاڼه (سرورق) د وقاص احمد او ارزو خان افريدۍ په زيار ترتيب شوې ده ۔ قيمت يې څلور سوه روپۍ اېښودلې شوې دے او د اعراف پرنټنګ پرېس له اړخه يې د چاپ لارې چارې ترسره شوي دي ۔ په يو سل او دوه شپېته صفحو مشتمل دا کتاب په غزلو نظمونو هائيکو او قطعاتو مشتمل دے۔
په کتاب ډاکټراسماعيل ګوهر صېب سريزه ليکلے ده او د پروفېسر اسلم تاثير، محترم فېروز خان صادق ۔ اغلې کلثوم زېب او فرشته بهار ليکنې پرې شوې دي۔ په شا پاڼه يې آغلې رمشا خان سواتۍ ليک کړې دے
په کتاب د شاعرې خپل ليک هم چاپ دے چې پکښې يې د ياد کتاب په حواله د مشرانو او د دي کتاب په حواله مرسته کونکو ښاغلو شکريه ادا کړې ده۔
په دې کتاب کښې چې د يوې نو اموزه ځوانې شاعرې د احساساتو او خيالاتو آئینه داره شاعري خوندي ده ۔ چې يقينا په دې عمر کښې د معجزي نه کمه نۀ ده البته د خپلې ناتجربه کارۍ د لاسه د لږو ډېرو نيمګړتياو سره هم مخ ده چې زما په خيال د شاعرې موصوفې کمزوري کمه او چاپ ته د هڅونکيو خلقو ډېره برېخښي ۔
دا منم چې د شاعرې عمر ډېر کم دی، خو د هغې کلام د پخې شاعرۍ نښې لري. البته که شاعري پخه هم ده خو تجربه يې کمه ده لهذا په کتاب کښې د هغې د جلد بازي نښې هم ښکاره دي، چې د دې خبرې تر ټولو څرګند دلیل دا دی چې ډېری غزلې نيمګړې دي. د يوې بشپړې غزلې لپاره چې مطلع او مقطع ولري، لږ تر لږه پنځه شعرونه ضروري دي، خو دلته زياتره غزلونه په څلورو شعرونو کښې راټول شوي دي.
داسې احساس کېږي چې يا خو اصلاح کوونکو ځينې شعرونه حذف کړي دي، يا خپله شاعرې په بېړه کښې پاتې کړې يا له پامه غورځولي دي۔
د دې شعرونو له طرز او بيان څخه داسې ښکاري چې شاعرې د يوې ملګرې په مرسته خپله شاعري د ډاکټر اسماعيل ګوهر لاسونو ته رسولې ده، او دا امکان هم شته چې ښاغلي ګوهر په دې کې اصلاحي لاس وهنه کړې وي. که څۀ هم دا يو ممکنه فکر دے خو د شاعرې له چاپ کولو په تندي هم داسې څرګندېږي چې شاید د هغې د چاپولو بېړه د دې شاعرې داسې يوه شعوري وېره وه چې ګويا په راتلونکي کښې به ورته د شعر ليکنې يا کتاب خپرېدو موقعې په لاس ورنۀ شي۔
په هر حال، زما په نظر، په دې عمر کې د دې شاعرې لپاره د يو بشپړ کتاب چاپول لا وختي دي. په کتاب باندې ليکونکو مشرانو ته پکار وو چې يا خو يې شاعرې ته مشوره ورکړې وې ، يا يې په دې مرحله کې له چاپولو منع کړې وې. همداراز، د کتاب د چاپ معیار هم د قناعت وړ نۀ دے. کاش چې زۀ له دې کتابه مخکښې خبر وے ځکه چې ما ډېرو کسانو ته د خپلو هڅو په وسيله د کتاب چاپولو موقع برابره کړې ده، او دا چې دا کار زما د علاقې په برخه کښې و نو ما به خامخا په دې کې خپله ونډه اچولې وه۔ د کتاب پبلشر بايد د چاپ خانې کار سم کړې وې ځکه که هر څو هم کاغذ کمزورې دے بيا هم د چاپ سياهي يې خړه پړه تته او په زړو پلېټونو تپلې ده ۔
عايشه مهر افريدۍ ګو چې د تنکي عمر انجلۍ ده او کم و بېش 24 کلنه ده ، خو د هغې شاعري داسې ژوره او پخه ده چې د لوستونکي په ذهن او زړۀ اغېزه کوي. کله چې ما د هغې کتاب "درد او درمان" ولوست، نو داسې احساس مې وکړو لکه چې دا شاعري د يوې ډېرې پخې تجربې لرونکې شاعرې لخوا ليکل شوې ده
په داسې يوه ټولنه کښې، چېرته چې کلتوري او مذهبي بندېزونه سخت وي، د ښځې لپاره شاعري کول يو جرأتناک عمل دے او عايشه مهر افريدۍ دا جرأت په ښکاره ډول کړے دے۔ هغې نۀ يوازې د خپلو احساساتو څرګندونه کړې، بلکې د خپل چاپېريال د کلتوري محدوديتونو پر وړاندې يې هم دريځ خپل کړے دے . په داسې قبایلي سيمه کښې په ځانګړې توګه د يوې ښځې لخوا شاعري کول،داسې خبره ده لکه څوک په سپينه ورځ خپله سينه و ټټرد روايتي اقدارو عشو و نېزو ته ونيسي۔
عايشه مهر افريدۍ د خپلې ټولنې د بندېزونو پروا نۀ کوي او په خپل کلام کښې هغه درد او حقايق ښکاره کوي کوم چې زمونږ د ټولنې د ښځو په سينو کښې د يوې نامعلومه مودې راهسې دفن دي او هم داسې ډکې سينې يې د ځان سره ګور ته يو سي ۔
دا عايشه مهر غږ که في زمانه لږو ډېرو خلکو اورېدلے او زغملے دے نو دې موخه هم د ټولنې د وګړوترمېنځ د روابطو تړون دے۔ او تر خپل منځه يو غېر شعوري تفاهم دے چې ګويا ترکومه به مونږ د خپلې ټولنې د افرادو بالخصوص د باسيواده صنف نازک غږ خاموشه او غلے ساتو؟
ماته ياد شي چې د سور انقلاب که يو اړخ ته د پښتنو خونې ويجاړې کړې او يو ستر مهاجرت يې منځ ته راوړو نو په بل طرف ته يې د دواړو غاړو پښتنوترمېنځ په غېر شعوري توګه يو داسې تړون راوست چې د پښتون اولس تر مېنځ يې د يو بل سره پېژنګلو دود دستور او د غېرت او مېړاني جذبې تازه کړې۔
د لر و بر قومونو او پرګنې يې سره يو کړې۔
کم و بېش سل کاله بېلتون د ډېرو پښتنو تر منځ يوه خلا جوړه کړې وه او د نصابي تاريخي مغالطو له امله يوه وينه يو قام د يو بل سره اجنبيت پېدا کړې ؤ۔
مونږ د يو بابا بچي يو پښتنو
ولې يو بل نه پردي پښتنو
دا مونږ چا په لراو بر کښې ويشلي
کوز خېلي او بر خېلي يو پښتنو۔
لکه څنګه چې د اٖفغان اولس پښتونخوا ته په راتګ د يو بل سره مضبوطه پېژنګلو بيا تازه شوه۔ نوهم دا رقم زمونږ قبائيل هم د انګرېز او بيا د انګرېز پلوي حکومت له امله د خپلو پختونخوا د باقي برخې پښتنو نه لرې کړي ؤ چې له کبله يې مونږ د ايسولېشن په حالت کښې راوستلي وو هم دا وجه وه چې زمونږ د دين مذهب کلتور او شعرو فرهنګ مشاده ورانه شوې وه ۔ د قبائيلو په مهاجرت(ائي ډي پيز سټيېټېس) لکه څنګه چې متل دے چې درومې څۀ به مومې نۀ يوازې د باقي پختونخوا د پښتنو سره د پښتونولۍ بنياد مضبوط شو بلکه دود دستور ، ګړدود ،ليک دود او د ژبې او فرهنګ بنياد مو نور هم مضبوط شو او د پښتونوالۍ احساس مو تر و تازه شو
د پښتو ژبه غني شوه ديني تعليم عام شو او هغه ځايونو کښې هم مدرسې او علمي مرکزونه خلاص شول چرته چې زما تر ياده اذان هم چا نۀ اوريدلو۔
د اافغانانو په راتګ او د قبائيلو په انخلا د شعر وادب ژبې او فرهنګ بنيادونه پاخۀ شول ۔ د هنر کچه زياته شوه ۔تعلم ته پام لرنه وشوه او د يو وبل سره د ورورولۍ ،پښتنونولۍ او په دې سيمه د يو پښتون د مضبوط وجود د موجودګۍ احساس وزيږېده۔
هم دا رقم زمونږ قبائيل چې د خپل تاريخي او قلعه بند ټاټوبي راووتل نو د پېښور، کوهاټ او ډېره اسماعيل خان ډويژن سيمو ته يې مخه شوه ۔ دوي که يو طرف د ډېر بې خونده ژوند سره مخ شول نو بل طرف ته په بندوبستې سيمو مېشت د پښتون اولس سره يې يوه ستره پېژندګلي وشوه ۔ د دوي د کلتور اغيزه پرې وشوه د تعليم په معني پوه شول او د منظم ډول ژوند سره مخ شول۔
د نورو کلتوري اغيزو تر څنګ يې د شعر و ادب ژبې او فرهنګ مکاتب هم وليدل او د دوي تر څنګ يې د خپل د زړۀ غږ او اظهار ته هم زړۀ وشو۔
وخت که هر څو په ما د ظلم انتها کړې ده
خو بيا هم زما د هر زخم دوا کړې ده
زما دې سوي رنګ زما د زړۀ حالونه ويلي
ما که هر څومره په خپل غم پټه ژړا کړې ده
د عايشه مهر افريدۍ غږ د قبائيلي ټولنې په خاموش تالاب کښې د وړومبې کانړي د ويشتلو مترادف دے او یقیناً ارتعاش يې محسوس شوے دے ۔
د يوې قبايلي ميرمن شاعري د زړورتوب او د کلتور پر وړاندې د مقاومت يوه بېلګه ده، او دا به د راتلونکي وخت د نوي نسل د نسائي ادب بنياد وګرځي۔
خال خال انجونه او مېرمنې مونږ وينو چې د کورنۍ د روشن فکرۍ او ډاډ له امله يې شعر ته پام راګرځېدلے دے خو هغوي د رواياتو په چوکاټ کښې شاعري کوي۔ او څۀ چې پرې تېر شوي دي د هغه درد او کرب احساس نۀ لري ۔
عايشه مهر د روايتي شاعرۍ پر ځاے د زمکني حقايقو په پس منظر کښې د اولس ستونزو شخړو ته د ساندو او نغمو شکل ورکړې دې۔ ګويا د دې شعري بېلګه يوه عامه شعري بېلګه نۀ ده بلکه د خپل چاپېريال د حالاتو واقعاتو ترجمانه او عکاسه شعري بېلګه ده۔ هغې د خپلو رواياتو د چوکاټ دننه خپل غګ پورته کړې دې ۔ هغې بې باکي نۀ ده کړې فقط د خپلې محرومتيا د رابرڅېره کولو جرأت يې کړې دې۔
يعني زمونږ د ښځې په حواله د روياتي فکر د اصلاح نشاندهي يې کړې ده۔۔د ښځو په حواله ما په خپل کتاب زرچاڼ کښې درې مضامين ليکلي دي چې د دوي د پاره د روايت دا بندېزونه د ټولنې په ګټه نۀ تمامېږي ۔ زۀ خوشحاله په دې يم چې نن زما د وطن د پېغلو په خولۀ کښې ژبه راغله۔
وخت به لګي د حالات په بدلېدو کښې
دا وطن دے يو ځل بيا په جوړېدو کښې
خوار به ګرځي خلق په خپله خود عرضۍ کښې
وخت لا شته دے د انسان په سمېدو کښې
۔۔۔۔۔
عايشه مهر وايي
چې په لاس کښې مې ډيوه د علم نشته
په مثال لکه ړنده يم پښتنه يم
دا چې مخکښې لاړي تۀ يې تۀ پښتون يې
دا چې وروستو پاتې زۀ يم پښتنه يم
يا دا چې
زړۀ مې ډک شوے يوه ګيله کومه سوال کومه
زۀ به تر کومې د خپل فکر استحصال کومه
چا فکر کولے شو چې د قبائيلو ښځه د محبت په معني هم پوهېږي او د ژوند په معني هم پوهېږي ۔ ما د ژوند د ملګرې د پاره په پنځوس کلنۍ کښې دا قطعه وئيلې وه ۔
د ژوند د هر يو اړخ سمون ښه په کمال ساتي
زما د ژوند ملګرې څومره زما خیال ساتي
د کور خاوند د هر وګړي فکرخيال ورسره
چې پښتنه وي خيال به ټول ستا د عيال ساتي
هم دا خيال د دغې کم عمره شاعرې په وړوکي عمر کښې د شعر په قالب کښې بند کړے دے
ما همېشه که د پښتو او حيا خيال ساتلې
خو ستا د مينې لېونۍ مې بلها خيال ساتلې
هغه په يو وخت کښې هم زۀ يوازې پرېښې نۀ يم
هغه د ژوند په هر يو حال کښې زما خيال ساتلې
زمونږ په خاوره زمونږ مېرمنې په هر څۀ پوهېږي خوهغوي مونږ داسې يرولې ده چې اظهار نشي کولې۔
اخر تر څو به زۀ په ظلم خاموشي کومه
زه به تر کومه داسې پټه شاعري کومه
بابا ترڅو به د دې خلقو نه ويرېږمه زۀ
بابا تر څو به زۀ په ويره زندګي کومه
هغه د خپل چاپېريال د انجام نه بې خبره نۀ ده۔ خو هغې دومره حساسه ده چې که د خپل مافي الضمير د بيان او اظهار صلاحيت يې نۀ درلودي نو وختي به لېونۍ شوې وه۔
زما د خاورې ډېرې لوڼه خوئېندې داسې وې چې د پلار يا د مور په مرګ به هم چا نۀ خبرولې ۔ نۀ خو پلار مور يا ورور د لور خور د حالاتونه ځان نۀ خبروه او نۀ د هغې د سخر خواښې او خاوند په خپله انګور يا ښځه پرواه وه۔ چې د چا په خپله خور پرواه نۀ وي نو هغه د بل د لور خور يا انګور څۀ پروا وساتي۔
زمونږ ډېرې خورلاڼې يا خو زهر وخوري يا د خاوند په ټوپک ځان وژنه وکړي۔
زمونږ په وطن کښې داسې پېښې زما د وړاندې شوې دي۔
څومره خواره زندګي ده تېروم يې
خو بس ياره زندګي ده تېروم يې
د دوي حثيت لکه د غوا مېخې يا څاروي ځناور نه زيات ارزښت نۀ و ۔هم داسې د دوي په زنداني ژوند د عمر پېړۍ واوخښتې خو شکر که هر څو هغه زمانه اوس نۀ ده خو اثرات يې لا کم نۀ دي شاعرې دغه حالات په کوم انداز کښې بيان کړي دي۔
زۀ د ازغو په ډکه لخته وخته
سمه وهلې دې يم سخته وخته
زما ګلاب ځواني دې خاورې کړله
زۀ دې وژلې يم بې وخته وخته
دا هغه احساسات دي چې په زړونو کښې لکه د بې ګوره بې کفنه مړي پراتۀ دي۔ ۔
ستا چې زړه تنګ شي څۀ نشه به وکړې
خو زۀ به څۀ وکړمه وبه ژاړم !
ستا زړۀ د کاڼي دے پروا دې نشته
تۀ خوشحالي کوه او زۀ به ژاړم
خوشحال بابا هم په يو غزل کښې وئيلي دي
تۀ ښادي کړه زۀ به غم کړم
تا خندا زده ما ژړا زده
لکه څنګه چې محترم اسماعيل ګوهر صېب د دې کتاب په حواله ليکي چې درد او درمان د شاعري په دې کتاب کښې د هجر انتظار او درد کېفيتونه په بيل بيل فکري ماحول کښې په بيلو بيلو صورتونو کښې خوندي دي ۔
نظم هايکو او غزل هر صنف په ښکلو الفاظو مزين دي او د ژبې او فرهنګ په کالو ښايسته دي ۔
د دې شاعرې په شاعرۍ کښې يادونه ، هجر بي بسي مينه رواجي بندېزونه او علاقايي ستونځې او شخړې او داسې د نن سره تړلي غميزې پراتې دي ۔
د علاقائي جهالت او د هغې په نتيجه کښې د خلقو زړونه او د يو بل حق تلفي او زور زياتي بې شمېره بېلګې د دې شاعرې په شاعرۍ کښي خوندي دي۔
تا چې قتل کړو ظالمه بې ګناه ؤ
هغه هم د چا اولاد و تاته ياد دي؟
د مينې په معني پوهېږي خو د بې باکۍ اظهار نۀ کوي
دا خو زۀ خداے په تا مئينه کړمه
ګني نو ښکلي خو مخونه ډېر دي
د پت پالنې مثال يې دا شعر وګورئ
ستا په نوم باندې ژوندۍيمه جانانه
ستا د پاره زندګي ده تېروم يې
يا دا شعر
زۀ دومره ظرف لرم چې ستا د هر ستم باوجود
زما په زړۀ کښې ستا نه لږ هم شکايت نۀ کېږي
تۀ که هرڅو ما سره بد وکړې او ومې رټې
خو زما بيا هم ستا نه کرکه او نفرت نۀ کېږي
کله کله ګيله شکايت يې هم زړۀ راډک کړي۔۔۔
بې رخي چې ستا په سترګو کښې ښکاره شوه
ډېر سوالونه مې په سترګو کښې اوبه شول
د ښې ورځي په انتظار يې اميد او هيله تانده ده
د خوشحالو ورځو ته څو ورځې دي
ستا د راتلو ورځو ته څو ورځې دي
مهر ځواني مې په ژړا تېره شوه
د خندېدو ورځو ته څو ورځې دي
يا بل ځائ کښې داسي ګويانه ده ۔۔۔
خېرازي به په هر خوا شي وخت به راشي
هر انسان به په خندا شي وخت به راشي
د حکمت نه به کار واخلو بيا به يو شو
دا تيارې به بيا رڼا شي وخت به راشي
د دنيا نظام به سم شي مرګ به کم شي
مهر کله چې صبا شي وخت به راشي
يادونه يې يم د شاعرۍ برخه ګرځولې ده
لکه د لائق زاده لائق شعر۔۔۔
چرته زۀ درته يادېږمه کنه
په زړګي د راورېږمه کنه
هم داسې زمونږ شاعره وايي
زما په نوم دې زړۀ دريزېږي کنه
اوښکې له سترګو دې بهېږي کنه
مهر ناڅاپه چې در ياد شمه زۀ
زړۀ دې نرې نرې خوږيږي کنه
بل ځاے وايي
زما احساس به درته هله وشي اے ظالمه
چې هم زما غوندې شي ستا د اوښکو ډکې سترګې
د خپلو مذهبي او کلتوري رواياتو هرګز بغاوت نۀ کوي ۔
ماته مې مور کوي اکثر دا نصيحت د پردې
ته پښتنه يې تاته ډېر دے ضرورت د پردې
دا بعضې جونه به پرده يوه قېد خانه ګڼي خو
په بې سترۍ کښې ډېر نقصان وي په نسبت د پردې
او بيا د پردې د کشش او د انسان د تجسس خبره په دې شعر کښې چې څرګندوي چې
د ستا په زړه کښې زما مينه څه بې وجې نه وه
زما جانانه دغه ټول دے برکت د پردې
هغه بدنام شي هغه عام شي د چا نه خوښيږي
هغه نيلام شي چې ښکاره شي کوم صورت د پردې
د مهر افريدي د شاعرۍ جاج د اخيستو په موقع ما د هغې ډېر شعرونو منتخب کړي وو خو دا ليکنه دومره اوږده شوه چې که زه غواړم چې يې وليکم بيا هم د طوالت يره راسره ده په نورو شعرونو د تجزيه کولو څخه به لاس ونيسم او چرته بلې موقع ته به يې پرېږدم۔
حالانکه په دې کتاب کښې د نظمونو برخه قطعات او هائيکوګانې لا پاتې دي او ما غوښتل چې په ټولو اصنافو ليک وکړم خو د طوالت له سوبه يې نور نۀ ليکم البته په پاے کښې دا وئيل ضروري ګنم چې دې نواموزه شاعرې په دې وړوکي تنکي عمر کښې څۀ هم په خپل چاپېريال کښې محسوس کړي دي هغه يې د شعر قالب ته اچولي دي ۔د ډاکټر اسمعيل د دې خبرې زه تائيد کوم چې شاعرې د روايتي قافيه او رديفونو نه انحراف کړې دے او کوم خيال سره چې کومه روزمره لګېده هم هغه يې قافيه رديف کړې ده ۔ او هم يې د فن د هيئت او ماهيت سالم ساتلو هڅه کړې ده۔
فن يې هم خرابيدو ته پريخې نه دے او خيال يې هم په خپل ځاے روغ ساتلے دے۔
په نظمونه کښې يې هم په مرکزي خيال خپل نظر مرتکز ساتلي دے ۔ د ردم تسلسل يې قايم دے او د بي ځايه تورو ټکو استعمالو نه يې احتراز کړې دے۔
ډېر څۀ يې په لږه پېرايه کښې راغوند کړي دي او بهرپور اظهار او ابلاغ يې تر هر چا رسولے دے ۔
په مجموعي توګه مهر د غزل شاعره ده او چې په دومره وړوکي عمر کښې يې د شعر وئينې دا حال دے نو که خداے ورته عمر ورکړ او د بد نظر ښکار نه شوه نو په ائېنده کښې به د دې شاعرې شاعري د ادب په اسمان لکه د ستورو وځليږي۔
فيروز خان افريدے
۱۵ اکتوبر ۲۰۲۴ الوکره قطر
ایک تبصرہ شائع کریں