غزل
دنيا ډېره ده مکاره
يه زما د مينى ياره
په ما مه کوه شکونه
لېونيانو کښى مى شماره
دا بنګړى دا لوپټه ده
ما راوړى ستا د پاره
لس اته ګامې مزل ته
شل دمې کوم په لاره
زما تا ته انتظار وى
د اتوار نه تر اتواره
عزيز زوړ شو او زړيږى
لا تر اوسه بى روزګاره
المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف
ایک تبصرہ شائع کریں