د چا پۀ زلفو ځنګېدل غواړم
لکه منصور پۀ دار ختل غواړم
که مې ګرېوان پکې ريښې ريښې شي
لېلیٰ! لمن دې رانيول غواړم
ملګرو نن که مې خولۀ ماته شي هم
د ښکلي يار نوم اخيستل غواړم
پۀ زنځيرونو کښې مې کلک وتړئ
ګني د يار کوڅې ته تلل غواړم
د دنګو دنګو محلونو پۀ سر
د انقلاب نعره وهل غواړم
زرينه خپل پۀ وږي تږي ارمان
غټه څربه وينه څښکؤل غواړم
۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔ ۔
زرين پرېشان
ایک تبصرہ شائع کریں