لکه د للمۍ د ۔ ګل ۔ تګے۔ ۔ تګے
زړه په هر۔ پل د مزل تګے تګے
منم په مينه کښى جنت وى وصال
خو بس فراق ٸي اجل تګے۔ تګے
په سر ٸي پښه لا تاغوتى پرته ده
دله د ورور د۔ قتل۔ تګے۔ تګے
د ښو بدل څوک په ښو نه ورکوى
بد د۔ بدرٸي د بدل تګے۔ تګے
اعتبار به څنګ دلته په چااوکړى څوک
مرګ له چى مل وى د مل تګے تګے
د زړه په وينو ٸي سيرابه نه کړو
د خان جى هر يو غزل تګے تګے
ایک تبصرہ شائع کریں