عېش کوه، مستی کوه، خُمار کوه
ژوند دے، هسې مه کښېنه څۀ کار کوه
مړ نه شې پتنګ غوندې په پټه خولۀ
مینه شور، مستی غواړی چغار کوه
ښکلیه! کۀ مې وژنې د نظر په تېغ
ښکته ښکته مه ګوره ګُزار کوه
مینه کۀ کوې د " روغانی " سره
ژوند بې اعتباره دے تلوار کوه
المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف
ایک تبصرہ شائع کریں