غوښتنه نه د تخت او نه د تاج کووم کاکا

شاعرې

منگل، 15 اکتوبر، 2024

غوښتنه نه د تخت او نه د تاج کووم کاکا

 


غوښتنه نه د تخت او نه د تاج کووم کاکا

 زه ولي مرم ؟ زۀ دې لـه احتجاج كـــووم كاكا


دا ډېر خلق زمانه هم په دې خبره سوزي

چې زه د پښتنو په زړونو راج کووم کاکا


دا لپې لپې خاورې هم له دغې وجې خورمه

نه سوال کووم نه غلا کوم نه بیاج کووم کاکا


د کفر د فتوې نه پرې لګ ځان ډډې ته کومه

 مونځ دلته یؤ رواج دے تش رواج کووم کاکا


دارو مې د پولئ پولئ لاسونو څه ګران نه وي

 خبره د دې خوږ زړه د علاج کووم کاکا


منيره لیونیه پښتانه را یؤ کوومه

د زوړ قمیص په څوي تنړۍ کاج کووم کاکا


 منير جان

ایک تبصرہ شائع کریں

شاعرانه ملګرې خپل کلامونه دالته راوليږې (مننه)

نام

ای میل *

پیغام *

المشاركة على واتساب متوفرة فقط في الهواتف