دا وسوسی می مدام زړه له راتلې
چې ته ﺯما په ژوند کښې څه له راتلې
چې دوا مئين دې يو کٶلې نه شو
نو محبته بيلتانه له راتلې
چې به په تا څه تبصره کيدله
يو دم به اوښکې مې باڼه له راتلې
مرګه نو ﺯه خو ژوند وژلې يمه
مرګه نو ولې ما سپيره له راتلې
" ملنګه " ﺯه يواځې ګرمه نه وم
ملنګه ته چې ﺯمونږ ٶره له راتلې
عابد ملنګ
ایک تبصرہ شائع کریں