سورے د چنار خوږ دے
بس ستا انتظار خوږ دے
هر چا په زړۀ لاس ایخے
هر څوک وایي یار خوږ دے
زه يې ستړے نه کړمه
تګ د دغې لار خوږ دے
یاره په ایمان وایه
کلے ، که ښار خوږ دے
ماته دواړه يـــو شـــان دي
مور خوږه ده پلار خوږ دے
ستا دا قدرتي حسن
نه غواړي سنګار، خوږ دے
ځان له پرې زړه مه چوه
هسي ستا رخسار خوږ دے
ما ورته لـوګـے کـړی نــــن
ما ترې نه کړئ ځار خوږ دے
بيا يې شراب څښلي دي
دے خمار خمار خوږ دے
څوک په پېښور مئين
چاته قندهار خــــــــوږ دے
یه منيره خوښ مې دے
وایمه پــه جـــار خــــــوږ دے
ایک تبصرہ شائع کریں